کوټه (ویب نیوز) د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض د منفوحه په سیمه کې د ګاز سلنډر د چاودنې له امله شپږ پاکستاني وګړي مړه شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې او پکې ګڼ کسان اغېزمن شوي دي. په سعودي عربستان کې د پاکستان سفارت ویلي چې د مړو شویو پاکستانیانو د جسدونو هېواد ته د لېږد او نورو قانوني چارو لپاره له سعودي چارواکو سره په اړیکه کې دي. سفارت د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د هر ډول ممکنه مرستې ډاډ یې ورکړی دی.
