تازه خبرونه ۱۵ جولائی ۲۰۲۶

محمود خان اڅکزي د پښتنو د حقونو، خپلواکۍ او عدالت لپاره دې ستره قومي جرګه راوبلل شي

کوټه (ويب نيوز) د قومي اسمبلۍ د مخالفې ډلې مشر، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند رئيس او د تحريک تحفظ آيين پاکستان مشر محمود خان اڅکزي د زيارت د پېښې پر ضد د کوټې د سکرو پهاټک روان پرلت ته په وينا کې وويل، چې د وطن د دفاع، ملي خپلواکۍ، عزت، تعليم او پرمختګ لپاره د ټولو پښتنو يووالی اړين دی. نوموړي وويل، که د زيارت پېښې د پلټنو لپاره عدالتي کمېسيون جوړېږي، نو تر هر څه وړاندې دې چيف سيکرټر، د کورنيو چارو سيکرټر، ډپټي کمشنر او نور اړوند چارواکي له خپلو دندو لرې کړل شي، څو رڼې او بې پرې پلټنې ترسره شي. هغه وويل، پښتانه نه غواړي پاکستان مات کړي، بلکې غواړي په هېواد کې د برابر او سيال قوم په توګه خپل قانوني او آئيني حقونه ترلاسه کړي. محمود خان اڅکزي د ټولو پښتنو د سترې قومي جرګې د رابللو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د چترال، سوات، وزيرستان، هزاره، کشمير او ټول پښتونخوا استازي دې سره کښېني او د خپل راتلونکي په اړه ګډه پرېکړه وکړي. هغه زياته کړه چې د طبيعي زېرمو واک بايد د سيمې د خلکو حق وي، د ماينز اينډ منرلز قانون دې لغوه شي، د ځمکو ناقانونه الاټمنټونه دې ختم شي او د هر ډول جبر پر ځای دې د آيين، ولسواکۍ، انصاف او مساواتو له لارې ستونزې هوارې شي.