تربت (ويب نيوز) د مانګي ډېم زيارت د ترهګريز بريد پر ضد او د شهيدو پوليسو له کورنيو سره د يووالي څرګندولو لپاره د آل پارټيز کيچ تر سيوري لاندې د تربت پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وشوه. مظاهرينو غوښتنه وکړه چې په کوټه کې د روان پرلت ټولې جائز غوښتنې دې سمدستي ومنل شي، د پېښې د رڼو پلټنو لپاره دې عدالتي کمېسيون جوړ شي او په بريد کې ککړ کسان دې د قانون له مخې سزا شي. ويناوالو په بلوچستان کې د امنيتي وضعې پر خرابوالي اندېښنه څرګنده کړه او د ولس د امنيت د ټينګښت ترڅنګ يې د ليويز ځواک د بشپړو قانوني او اداري واکونو د بېرته ورکولو غوښتنه وکړه.
