اسلامآباد (ویب نیوز) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران او امریکا شخړه د هېچا په ګټه نه ده او پاکستان د هرمز تنګي له لارې د سوداګرۍ او د تېلو د ازاد لېږد ملاتړ کوي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي په اوونیزه خبري غونډه کې وویل، پاکستان د سیمې وضعیت له نږدې څاري او له دواړو لورو یې غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي. هغه وویل، اسلامآباد باور لري چې د تفاهم یادداشت عملي کېدل باید دوام ومومي او ټولې شخړې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي. ویاند ټینګار وکړ چې پاکستان د منځګړیتوب له هڅو نه دی لاس اخیستی او په پای کې به ټول اړخونه د خبرو مېز ته ستنېږي. نوموړي وویل، پاکستان به د سیمې د سولې، ګډ درناوي او اقتصادي همکارۍ لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې روانې ساتي او د هرمز تنګي د عادي وضعیت او د بېړیو د خوندي تګ راتګ هیله لري. هغه زیاته کړه چې پاکستان له افغانستان، چین، جاپان، پرتګال او نورو هېوادونو سره هم په بېلابېلو مهمو موضوعاتو دوامداره ډیپلوماټیک تماسونه ساتلي دي.
