مقامی ۱۶ جولائی ۲۰۲۶

د هوا پېژندنې ادارې د وچ او ګرم موسم وړاندوینه وکړه

کوټه (وېب نیوز) د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې نن هم د بلوچستان په ډېرو سیمو کې هوا وچه او ډېره ګرمه وي. د ادارې د راپور له مخې په نوکنډي کې ۴۶، سبۍ کې ۴۴، تربت کې ۴۰، کوټه او چمن کې ۳۹، ژوب کې ۳۵، قلات کې ۳۳، زیارت کې ۲۴، ګوادر کې ۳۱ او جیواني کې ۳۰ درجې سانتي ګراد تودوخه ثبت شوې ده. ادارې له خلکو غوښتنه کړې چې د سختې ګرمۍ پر مهال دې له بې ضرورته لمر څخه ځان وساتي، زیاتې اوبه دې وڅښي او په ځانګړي ډول دې ماشومان، زاړه او په ازادو ځایونو کې کارکوونکي احتیاطي تدابیر خپل کړي.