کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان حکومت په رسمي خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د صوبې د ټولو ټاکل شويو بلدياتي ادارو، په ګډون د ميونسپل کارپورېشنونو، ميونسپل کمېټو، ضلعي شوراګانو او يونين شوراګانو قانوني موده به د ۲۰۲۷ کال د فبرورۍ په ۸مه پای ته ورسېږي. د خبرپاڼې له مخې، له يادې نېټې وروسته به د دغو ادارو ټول ټاکل شوي مشران او غړي له خپلو دندو ګوښه شي. حکومت دغه پرېکړه د صوبايي کابینې د منظورۍ پر بنسټ کړې، خو تر اوسه يې د نويو بلدياتي ټاکنو يا لنډمهاله ادارې په اړه کوم رسمي اعلان نه دی کړی.
