کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان بار کونسل اعلان کړی چې د جولای په ۱۷مه د سياسي ګوندونو له خوا د ورکړل شوي شټر ډاون اعتصاب بشپړ ملاتړ کوي او د صوبې په ټولو محکمو کې به وکيلان عدالتي چارې په بشپړه توګه بايکاټ کړي. بار کونسل ويلي، وکيلان به په هېڅ محکمه کې د مقدمو پېروي نه کوي او د ولسي حقونو، جمهوري ارزښتونو او سياسي مبارزې په ملاتړ به د احتجاجي فعاليتونو ترڅنګ ولاړ وي. د بار کونسل له ټولو غړو او ضلعي بار اتحادیو څخه غوښتنه شوې چې د اعتصاب پرېکړه په بشپړه توګه عملي کړي.
