مقامی ۱۶ جولائی ۲۰۲۶

مستونګ کې د نښتو پر مهال ولسي وګړو ته مرګ ژوبله، دوه تنه وژل شوي او ۱۱ ټپیان

مستونګ (وېب نيوز) د مستونګ د خډکوچې په سيمه کې د وسله‌والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د نښتو پر مهال دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي. د ژغورنې سرچينو په وينا، په ټپيانو او وژل شويو کې څلور ماشومان، مزدوران او نور عام وګړي هم شامل دي. ټول ټپيان او مړي د شهيد نواب غوث بخش رئيساني مېموريال روغتون ته لېږدول شوي، چېرې چې بېړنی حالت اعلان شوی او سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي. د روغتون چارواکو ويلي، د څلورو ټپيانو حالت نازک و، له همدې امله د نورو درملنو لپاره کوټې ته انتقال شوي دي.