کوټه (وېب نيوز) د نېب بلوچستان عمومي رئيس نياز حسن ويلي، زده کوونکي د فساد د مخنيوي او د شفافې ټولنې په جوړولو کې مهم رول لوبولی شي. نوموړي د ګورنمنټ ګرلز پوسټ ګريجوېټ کالج کوټې کنټ د استادانو او زده کوونکو له پلاوي سره د کتنې پر مهال وويل، نېب د پوهاوي، مخنيوي او قانون پلي کولو له لارې د اداري فساد پر ضد مبارزه روانه ساتلې ده. پلاوي ته د نېب د کار طريقه، د شکايتونو، پلټنو او قانوني بهير په اړه معلومات هم ورکړل شول او د پروګرام په پای کې د کالج استازې ته يادګاري شيلډ وړاندې شوه.
