مقامی ۱۶ جولائی ۲۰۲۶

د تعليم په ګومارنو کې ميرټ تر پښو لاندې شوی، شفافې پلټنې دې وشي، طارق علي بګټی

تمبو (وېب نيوز) د نصيرآباد د مانجهوټي غربي اوسېدونکي طارق علي بګټي ادعا کړې چې د تعليم محکمې په وروستيو ګومارنو کې ميرټ له پامه غورځول شوی او له امله يې تعليم يافته ځوانان سخت مايوسه شوي دي. نوموړي د بلوچستان له وزيراعلی، وزير تعليم او نورو اړوندو چارواکو وغوښتل چې د دې تورونو بېړنۍ او شفافه پلټنه وکړي او مستحقو کسانو ته انصاف ورکړي. هغه خبرداری ورکړ چې که يې غوښتنو ته پام ونه شي، نو قانوني لاره به خپله کړي.