کوټه (وېب نيوز) د لورالايي رينج د پوليسو مرستيال عمومي مفتش (ډي آی جي) جنيد احمد شيخ سنځاوۍ ته د سفر پر مهال د پوليسو دربار جوړ کړ، د پوليسو د منسوبينو مسلکي او اداري ستونزې يې واورېدلې او د ګڼو ستونزو د سمدستي هواري لپاره يې پر ځای لارښوونې وکړې. وروسته نوموړي د مانګي ډېم پېښه کې د شهيد شويو پوليسو د کورونو ليدنه وکړه، د هغوی له کورنيو سره يې غمشريکي او فاتحه وکړه. هغه وويل، د شهيدانو قربانۍ د ټول قوم وياړ دی او پوليس ځواک به د ترهګرۍ پر ضد خپلې مبارزې ته په پوره مېړانه دوام ورکوي.
