کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام مرکزي او صوبایي مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن پر ضد منظم منفي کمپاین او د شخصیت وژنې هڅې روانې دي. هغوی وویل، جمعیت یوه منظم او جمهوري سیاسي ځواک دی او د هر ډول سیاسي فشار او پروپاګند پر وړاندې به په جمهوري ډول مقابله وکړي. مشرانو له حکومت وغوښتل چې د سیاسي اختلافاتو پر ځای دې د هېواد د خراب امنیتي او سیاسي وضعیت د ښه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او ټول دولتي بنسټونه دې د خپل قانوني چوکاټ دننه فعالیت وکړي.
