کوټه (وېب نیوز) د نیشنل پارټۍ مرکزي ویاند د بلوچستان حکومت د ډیجیټل میډیا پالیسۍ ۲۰۲۶ ردولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا پالیسي د مطبوعاتو د ازادۍ، سیمهییزو ورځپاڼو، د خلکو د معلوماتو حق او جمهوري ارزښتونو پر ضد ده. په بیان کې ویل شوي چې د دې پالیسۍ موخه د بلوچستان سیمهییزې ورځپاڼې کمزورې کول، خبریالان له اقتصادي ستونزو سره مخ کول او د بیان ازادي محدودول دي. ویاند وویل، د بلوچستان په ډېری سیمو کې لا هم د انټرنېټ اسانتیاوې نیمګړې دي، نو چاپي ورځپاڼې د خلکو لپاره د معلوماتو اصلي سرچینه ده. نیشنل پارټۍ غوښتنه کړې چې حکومت دې دا پالیسي بېرته واخلي او د خبریالانو، ورځپاڼو، مدني ټولنو او ټولو اړوندو لورو سره له سلا مشورې وروسته دې داسې پالیسي جوړه کړي چې د مطبوعاتو ازادي او د خبریالانو د کار خوندیتوب تضمین کړي.
