کوټه (ويب نيوز) د ملي امنيتي ادارو په اړه د ورکړل شوي متنازع بيان له امله د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن د ګوجرانوالې يوې محکمې د جولای په ۲۸مه نېټه د حاضرېدو لپاره غوښتی دی. د ايډيشنل سيشن جج فيصل جميل د سينئر وکيل منظور قادر له لوري وړاندې شوې عريضه واورېده او مولانا فضل الرحمن ته يې د حاضرېدو امر وکړ، همدارنګه پوليسو ته يې د راپور وړاندې کولو لارښوونه هم وکړه. په عريضه کې ويل شوي چې د مولانا فضل الرحمن بيان د ملي امنيتي ادارو پر ضد منفي تاثر رامنځته کړی او د خلکو احساسات يې زيانمن کړي دي. بلخوا د دې بيان پر ضد په سياسي حلقو کې غبرګونونه هم راپارېدلي، او د پنجاب اسمبلۍ کې هم يو قرارداد وړاندې شوی چې پکې د دولتي ادارو د وقار د ساتنې او د قانون له مخې د اړوندو کسانو پر ضد د اقدام غوښتنه شوې ده.
