مقامی ۱۶ جولائی ۲۰۲۶

پښتونخوا ملي عوامي ګوند: په جنوبي پښتونخوا کې دې د نن شټرډاون هړتال په بشپړ ډول بريالۍ شي

کوټه (ويب نيوز)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي سيکرټريټ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د جنوبي پښتونخوا ټولو ضلعي تنظيمونو ته لارښوونه شوې چې د زيارت د شهيدانو د وارثانو او آل پارټيز له خوا د جولای د ۱۷مې، جمعې ورځې د اعلان شوې شټرډاون هړتال بشپړ ملاتړ او برياليتوب لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي. په اعلاميه کې له ولس، سوداګرو او د ژوند له ټولو برخو سره تړلو خلکو غوښتنه شوې چې د هړتال په برياليتوب کې برخه واخلي او د زيارت د شهيدانو له کورنيو سره خپل يووالی څرګند کړي. ګوند د زيارت، هنه اوړک او د بلوچستان په نورو سيمو کې روانې ناامنۍ او ترهګريزې پېښې په کلکه غندلې او ويلي يې دي چې د هر ډول ترهګرۍ مخالفت کوي. اعلاميه زياتوي چې د زيارت د شهيدانو د وارثانو د غوښتنو نه منل د حکومت د سخت‌دريځۍ څرګند ثبوت دی، له حکومت څخه غوښتنه شوې چې د خلکو د سر او مال ساتنه يقيني کړي او د احتجاجي پرلت ټولې غوښتنې دې ژر تر ژره ومني.