تازه خبرونه ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

له ټرمپ سره د ليدنې د نه کېدو وروسته نتنياهو امريکا ته خپل سفر لغوه کړ

واشنګټن/تل ابيب (۱۷ جولای ۲۰۲۶) د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، د سپينې ماڼۍ له لوري له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ليدنې غوښتنې ته د مثبت ځواب نه ورکولو وروسته د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو راتلونکی اوونۍ امريکا ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړی دی. راپورونه وايي چې له ټرمپ سره د نتنياهو ليدنه د ولسمشر په رسمي مهالوېش کې نه وه شامله، او د سپينې ماڼۍ چارواکو ويلي چې نتنياهو هڅه کوله دا ليدنه له مخکې ټاکل شوې وښيي. امريکايي رسنۍ زياتوي چې ټرمپ د ځينو وروستيو څرګندونو او سياسي اختلافاتو له امله هم له نتنياهو ناخوښ دی، او د امريکا د استازو جرګې يو شمېر غړو هم اسرائيلو ته د ۳ ميليارده ډالرو مرستې د کمولو په ملاتړ رايه ورکړې ده.