تازه خبرونه ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

امريکايي پوځ د چابهار بندر د څارنې برج ويجاړولو ادعا وکړه

کوټه (ويب نيوز) د امريکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ادعا کړې چې امريکايي ځواکونو د جولای په ۱۶مه د ايران د چابهار ښار د شهيد کلانتري بندر په ساحه کې د هوايي بريد پر مهال د څارنې يو برج ويجاړ کړی دی. د سېنټکام په وينا، دغه برج د ايران د سپاه پاسداران د سمندري څارنې د شبکې برخه وه، چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو سوداګريزو بېړيو د څارنې او احتمالي هدف ګرځولو لپاره ترې کار اخيستل کېده. امريکايي چارواکو ويلي چې د دې برج په ويجاړېدو سره د سپاه پاسداران د سمندري څارنې، د بريدونو د پلان جوړونې او همغږۍ وړتيا اغېزمنه شوې ده. بلخوا د ايران چارواکو تر اوسه د امريکا د دې ادعا په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.