تازه خبرونه ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

د ايران په بريد کې د کوېټ د برېښنا او اوبو د پاکولو تاسيسات زيانمن شول

کوټه (ويب نيوز) د کوېټ د برېښنا، اوبو او انرژۍ وزارت ويلي چې د ايران په وروستي بريد کې د برېښنا او د سمندري اوبو د پاکولو (ډي سېلينېشن) يوه فابريکه زيانمنه شوې او په تاسيساتو کې اور هم لګېدلی دی. د وزارت په وينا، په بريد کې د برېښنا د توليد څو يونټونه له فعاليته لوېدلي، خو د هېواد د برېښنا د شبکې د ثبات لپاره بېړنی پلان عملي شوی دی. چارواکو ويلي چې د کوېټ اوروژنې ځواک اور مړ کړی او تخنيکي ډلې د زيانونو ارزونه، د تاسيساتو خوندي کول او د اغېزمنو يونټونو د بيا فعالولو لپاره کار کوي. وزارت له خلکو غوښتي چې د اوسني حالت له امله دې د برېښنا په مصرف کې سپما وکړي. بل لور ته د ايران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په شام کې يې د امريکا د ځانګړو عملياتو د قوماندې پر مرکز بريد کړی، امريکايي چورلکې او راداري سيستمونه يې ويجاړ کړي او ګڼ امريکايي سرتېري يې وژلي دي. سپاه پاسداران دا ادعا هم کړې چې په اردن، عمان او بحرين کې يې د امريکا ځينې پوځي اهداف په نښه کړي، خو د اردن او بحرين پوځونو ويلي چې د ايران توغندي او هوايي بريدونه يې شنډ کړي او کوم زيان نه دی اوښتی.