مقامی ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

کوټه: ښاروالۍ د پرلت ځای ته د “زيارت د شهيدانو څلورلارې” نوم ورکړ

کوټه (۱۷ جولای ۲۰۲۶) د کوټې مېټروپوليټن کارپورېشن د پرلت د ځای نوم بدل کړی او هغه ته یې “د زيارت د شهيدانو څلورلارې” نوم ورکړی دی. په دې اړه په ياد ځای کې نوی ساین بورډ هم لګول شوی، چې پرې په څرګندو ټکو “د زيارت د شهيدانو څلورلارې” ليکل شوي دي.