کوټه (یو این اے) د بلوچستان د پولیسو عمومي مشر (آی جي) محمد طاهر د بلوچستان د عامه خدمتونو کمېسیون له لارې ټاکل شوو نوو ډپټي سپرنټنډنټانو (ډي اېس پيز) ته په وینا کې ویلي، چې د عصري او ټولنې-محوره پولیسوالۍ له لارې خلکو ته پر وخت اسانتیاوې او عدالت رسول ممکن دي. هغه وویل، د ماتحتو کارکوونکو څخه غوره کار اخیستل د سرپرستو افسرانو مسؤلیت دی او د دندو پر وخت ترسره کول د جرمونو په مخنیوي او خلکو ته د انصاف په رسولو کې مهم رول لري. آی جي پولیسو ټینګار وکړ چې افسران دې د خلکو د باور پیاوړتیا، د هغوی د سر او مال ساتنې او د قانون د حاکمیت لپاره ټول شته امکانات وکاروي. په غونډه کې د هیډکوارټر ډي آی جي حسن اسد علوي، د کوټې ډي آی جي عمران شوکت او نورو لوړپوړو افسرانو هم ګډون کړی و.
