مقامی ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

په چمن کې د پولیو بوسټر کمپاین پر مهال د ادعا شوي تبعیضي چلند د پلټنو غوښتنه

کوټه (وېب نیوز) د شمشاد رایټرز فورم پاکستان مرکزي مشر او د پاکستان یوت پارلمان غړي *حافظ محمد صدیق مدني د چمن په ولسوالۍ کې د پولیو بوسټر کمپاین پر مهال د مدرسې او جومات د ماشومانو سره د ادعا شوي تبعیضي چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د شفافو پلټنو غوښتنه یې کړې ده. نوموړي وویل چې د پولیو ډلې نورو ماشومانو ته د پوهاوي او هڅونې په موخه صابون ورکړ، خو د مدرسې او جومات ماشومانو ته دا اسانتیا ورنه کړل شوه. هغه غوښتنه وکړه چې که دا رسمي تګلاره وي نو بیا دې پرې بیا کتنه وشي، او که دا د ټیم شخصي اقدام وي، نو د راتلونکو کمپاینونو لپاره دې روښانه لارښوونې صادرې شي، ترڅو له هر ماشوم سره له تبعیض پرته یو شان چلند یقیني شي. هغه وویل چې دوی به د پولیو د ختمولو ملي کمپاین ملاتړ ته دوام ورکوي.