کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د روغې جوړې هڅې بریالۍ شوې او د بلوچستان حکومت او د پرلت کمېټې ترمنځ خبرې اترې په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې چې په پایله کې یې دواړو خواوو ترمنځ لیکلی تړون لاسلیک شو. د تړون له مخې د زیارت د شهیدانو د وارثانو غوښتنې به عملي کېږي، د پېښې د پلټنو لپاره به عدالتي کمېسیون جوړېږي، د وزیراعلیٰ په مشرۍ به د اپوزېسیون ګوندونو او د شهیدانو د وارثانو ګډه غونډه کېږي، په ښاري سیمو کې به د پولیسو ځواک، ظرفیت او مسلکي وړتیاوې لوړېږي، د زیارت شهیدان به د حکومتي پالیسۍ له مخې شهیدان وپېژندل شي او وارثانو ته به مالي مرسته، د کورنۍ کفالت او د ماشومانو د زده کړو اسانتیاوې برابرې شي. همدارنګه به ځینې دولتي ودانۍ د شهیدانو په نوم ونومول شي او د عوایدو اړوند د خلکو د اندېښنو د حل لپاره به د عوایدو وزیر په مشرۍ ځانګړې کمېټه جوړه شي. وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي وویل چې شهیدان زموږ لپاره ډېر ګران دي او د هغوی د کورنیو ساتنه د حکومت مسؤلیت دی، او د پاکستان پوځ، ایف سي، پولیسو او نورو امنیتي ادارو قربانیو ته ټول ملت د درناوي پیرزوینې وړاندې کوي.
