کوټه (ویب نیوز): د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په لارښوونه د کچ مانګي د ځمکو او رېونيو ستونزو د حل لپاره يوه لوړپوړې کمېټه جوړه شوې ده. د بورډ آف رېونيو وزير به د کمېټې مشر وي او اړوند چارواکي او سيمه ييز استازي به هم پکې شامل وي. کمېټې ته سپارښتنه شوې چې د پنځلسو ورځو دننه خپل راپور او سپارښتنې حکومت ته وسپاري.
