کوټه (ویب نیوز): د نېشنل بېنک د تقاعد شويو کارکوونکو د عمل کمېټې مرکزي سېکرټري ظفر صادق له وفاقي حکومت او د سټېټ بېنک له ګورنر څخه وغوښتل چې د آډیټر جنرل د ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۲۰ کال پورې د آډټ راپور باندې سمدستي اقدام وکړي، د بېنک د مشرانو فرانزک آډټ ترسره کړي او د سترې محکمې د پرېکړې له مخې ټول پاتې تقاعدي او طبي حقونه بې له ځنډه ادا کړي، ګنې د هېواد په کچه به احتجاجي لړۍ پیل کړي.
