مقامی ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

محمود خان اڅکزي او سردار اختر جان مېنګل سره وکتل، پر بېلابېلو چارو خبرې وشوې

کوټه (ویب نیوز): د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د قومي اسمبلۍ د اپوزېسيون مشر محمود خان اڅکزي سره د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل وکتل. په دې ناسته کې پر بېلابېلو سياسي او ملي موضوعاتو خبرې وشوې او د دواړو ګوندونو يو شمېر مخکښو مشرانو هم ګډون درلود.