تازه خبرونه ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

د نتنياهو د نيويارک سفر پر مهال د نيولو په اړه قانوني سلا مشورې روانې دي، ظهران ممداني

کوټه (وېب نيوز): د نيويارک ښاروال ظهران ممداني ويلي چې د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو د جګړه ييزو جرمونو له تورونو سره مخ دی او د هغه د نيويارک د احتمالي سفر پر مهال د نيولو په اړه د ښار له حقوقي ادارې سره قانوني سلا مشورې روانې دي. د عربي رسنيو د راپورونو له مخې، ممداني وويل چې د نړيوالې جنايي محکمې له لوري د تورونو له ثبتېدو وروسته د نتنياهو ځای بايد په هاګ کې وي. هغه زياته کړه چې نتنياهو به د سپټمبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې لپاره نيويارک ته راځي، خو لا څرګنده نه ده چې د نيويارک پوليسو ته د هغه د نيولو قانوني واک لري که نه، له همدې امله د دې موضوع په اړه قانوني مشورې دوام لري.