تازه خبرونه ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

امريکا د پاکستان په منځګړيتوب شوې د تفاهم يادداشت خلاف ورزي کړې، د ايران سفير

کوټه (وېب نيوز): په پاکستان کې د ايران سفير رضا مقدم اميري ويلي چې امريکا د پاکستان د څو مياشتنۍ منځګړيتوب وروسته شوې ۱۴ مادېزې د تفاهم يادداشت خلاف ورزي کړې ده. نوموړي وويل، امريکا د ياد تفاهم په خپله خوښه تفسير کړی او د هرمز تنګي پر ځينو برخو يې د کنټرول هڅه کړې، چې ايران يې هېڅکله نه شي منلی. د ايران سفير زياته کړه چې امريکا د تفاهم يادداشت او نړيوالو اصولو خلاف جګړه پيل کړه او بنسټيزې زېربناوې يې په نښه کړې. رضا مقدم اميري له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د امريکا د بريدونو او غيرمسؤلانه کړنو سخته غندنه وکړي او د نړيوالو قوانينو د درناوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.