تازه خبرونه ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

د زيارت سانحې وروسته د سياسي ګوندونو يووالی د هرکلي وړ دی، د ترهګرو او وسلوالو ډلو پر ضد دې بې توپيره عمليات وشي، عوامي نېشنل ګوند

کوټه (وېب نيوز): عوامي نېشنل ګوند بلوچستان ويلي، د زيارت غوندې دردناکې پېښې نه يوازې د شهيدانو کورنۍ بلکې ټول قوم ته نه جبرانېدونکی زيان رسوي، نو ځکه دولت بايد د ترهګرو، وسلوالو ډلو او ډيت سکواډونو پر ضد اغېزمن او عملي اقدامات وکړي. د ګوند په بيان کې راغلي چې د شهيدانو وارثانو او د احتجاجي پرلت ګډونوالو د صبر، زغم او سوله ييزې مبارزې بېلګه وړاندې کړه چې د پښتون قوم د سياسي پوهاوي او سولې غوښتنې څرګندونه کوي. بيان زياتوي چې د ټولو سياسي ګوندونو يووالی او ګډ دريځ دا څرګندوي چې د ترهګرۍ پر ضد ټوله سياسي مشرتابه په يوه صف کې ولاړه ده. عوامي نېشنل ګوند د کوټې د خلکو، مدني ټولنې، ښځو، ځوانانو او ماشومانو رول هم وستايه او غوښتنه يې وکړه چې په پښتونخوا او بلوچستان کې د امن د ټينګښت لپاره دې د ترهګرو، وسلوالو ډلو او ډيت سکواډونو پر ضد بې توپيره عمليات ترسره شي. د ګوند يو لوړپوړي پلاوي د صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي په مشرۍ د ايوب سټېډيم په جنازه کې ګډون وکړ او د شهيدانو د لوړو درجو او د هغوی د کورنيو لپاره يې د صبر دعا وکړه.