ډېره بګټي(ویب نیوز): د سوۍ د پټ فيډر په سيمه کې د ښخ شوي ماين د چاودنې له امله ۱۸ کلن ځوان احمد علي وژل شوی دی. د پوليسو په وينا، نوموړی په پلي تګ روان و چې پښه يې پر ښخ شوي ماين ولګېده او د زورورې چاودنې له امله په ځای مړ شو. د پېښې له خبر سره سم پوليس او نور امنيتي ځواکونه سيمې ته ورسېدل او د پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره يې پلټنې پيل کړې دي.
