کوټه(ویب نیوز): د جمعيت علماء اسلام نظرياتي پاکستان سرپرست مولانا عبدالقادر لوني، مرکزي عمومي منشي مفتي شفيع الدين او نورو مشرانو په ګډه اعلاميه کې ويلي چې د امريکا تګلارې نړيوال او سيمهييز امن له جدي ګواښونو سره مخ کړی او جګړو تل سيمې له ناامنۍ، ورانۍ او بېثباتۍ سره مخ کړې دي. دوی له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د تاوتريخوالي او زور کارونې مخه ونيسي او د سيمې د لا زياتې بېثباتۍ د مخنيوي لپاره اغېزمن رول ولوبوي. اعلاميه کې ويل شوي چې د اسلامي نړۍ امن، اقتصاد او پرمختګ د روانو شخړو له امله زيانمن شوی او که اسلامي هېوادونه يو موټی نه شي، نو ټولې اسلامي نړۍ ته به يې منفي پايلې ورسېږي. مشرانو د اسلامي همکارۍ سازمان د بېړنۍ سرمشريزې غونډې د رابللو غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د شخړو د حل لپاره دې د زور پر ځای د خبرو اترو، ډيپلوماسۍ، نړيوالو قوانينو او بشري حقونو درناوی وشي.
