کوټه (سيد سردار محمد خوندۍ)
د بلوچستان پوهنتون 99مه سنډيکېټ غونډه د سنډيکېټ په تالار کې د وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر ظهور احمد بزئي په مشرۍ کې ترسره شوه. په غونډه کې د پوهنتون اړوند په بېلابېلو تعليمي، مالي او اداري چارو تفصيلي بحث وشو.
په غونډه کې پرو وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر غلام رزاق شاهواني، رجسټرار ګل محمد کاکړ، ټريژرر خوشحال خان، د فنانس ډيپارټمنټ څخه ډاکټر منصور بلوڅ، د کالجونو اډيشنل سيکرټري، د بلوچستان حکومت د لوړو او تخنيکي زده کړو څانګې جانزيب خان مندوخېل، د بېلابېلو پوهنځيو ډينانو، ډايرکټرانو، د سنډيکېټ غړو او د پوهنتون افسرانو ګډون وکړ.
په غونډه کې د اکاډميک کونسل، فنانس اينډ پلانينګ کمېټې، سيلېکشن بورډونو، اي آفس سسټم اړوند چارو او د بېلابېلو هوکړه ليکونو اړوند غونډو د کاري راپورونو (منټس) منظوري ورکړل شوه. برسېره پر دې په مالي چارو، د پوهنځي اړوند مسلو، تدريسي پروګرامونو، د تګلارو په بياکتنه او نورو ادارتي اصلاحاتو تفصيلي خبرې اترې وشوې.
وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر ظهور احمد بزئي په خپله وينا کې وويل چې د بلوچستان پوهنتون د تعليمي معيار د ښه والي، شفاف مالي نظام، معياري څېړنې او د اغېزناکې حکومتولۍ د ودې لپاره عملي ګامونه اخلي. هغه د سنډيکېټ د غړو په فعال رول ستاينه وکړه او دا هوډ يې څرګند کړ چې پوهنتون به د تدريس، څېړنې او نوښت په ډګر کې د لا زيات پرمختګ په لور روان کړي.
د سنډيکېټ غړو د پوهنتون د پرمختګ او د لوړو زده کړو د ودې لپاره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او د وائس چانسلر د مشرتابه او اصلاحاتي اقداماتو ستاينه يې وکړه.
