تازه خبرونه ۲۰ جولائی ۲۰۲۶

ایران او امریکا ته د ۱۰ ورځني اوربند وړاندیز، ایراني چارواکی

کوټه (ویب نیوز): یوه لوړپوړي ایراني چارواکي ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د خبرو اترو منځګړو د لس ورځني اوربند وړاندیز کړی دی. نوموړي له یوې برتانوي خبري ادارې سره په خبرو کې وویل، چې د دې وړاندیز موخه د موقتي تفاهم د بیا فعالولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې لپاره زمینه برابرول دي. د هغه په وینا، په دې وړاندیز کې د هرمز تنګي د لسو ورځو څخه تر دوو اوونیو پورې د پرانیستې ساتلو موضوع هم شامله ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، ایران د خپلو ملي ګټو پر بنسټ هم ډیپلوماسي او هم دفاعي لارې کاروي او هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د هرمز تنګي په پلمه د ایران امنیت او ملي ګټې له ګواښ سره مخ کړي.