تازه خبرونه ۲۰ جولائی ۲۰۲۶

د انټرميډيټ د پايلو له اعلان سره د بلوچستان بورډ وېبپاڼه بنده شوه، زرګونه زده‌کوونکي له ستونزو سره مخ

کوټه (ویب نیوز): د بلوچستان بورډ د انټرميډيټ د ۲۰۲۶ کال د پايلو له اعلان وروسته د بورډ رسمي وېبپاڼه د زياتې ګڼې ګوڼې له امله له کاره ولوېده، چې له امله يې زرګونه زده‌کوونکي او د هغوی کورنۍ ونه توانېدل خپل رزلټونه وګوري. زده‌کوونکو شکايت کړی چې بورډ بايد د پايلو له اعلان وړاندې د خپل انلاين سيستم او سرورونو ظرفيت لوړ کړی وای، څو نږدې يو لک زده‌کوونکي له دغو ستونزو سره نه وای مخ شوي. هغوی له بورډ څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره وېبپاڼه بېرته فعاله کړي، څو زده‌کوونکي وکولای شي خپل نمرو او د ريکاونټنګ اړوند غوښتنې پر وخت ثبت کړي.