کوټه(ویب نیوز): د جمعيت علما اسلام (ف) د کوټې ضلعي مشرانو په ګډه اعلاميه کې ويلي، د ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د وکيلانو کنونشن ته خپله وينا کې د شهيدانو، د هغوی د کورنيو او د انصاف غوښتونکو د احساساتو ريښتينې استازولي کړې ده. دوی وويل، په کنونشن کې د اساسي قانون د برلاسۍ، د قانون د حاکميت، ولسواک ارزښتونو او بنسټيزو حقونو د خونديتوب ملاتړ وشو او د اساسي قانون ماتونکو پر ضد روښانه دريځ خپل شو. اعلاميه زياتوي چې دغه کنونشن د جې يو آئي پر ضد منفي تبليغاتو ته اغېزناک ځواب ورکړ او يو ځل بيا يې وښودله چې د مولانا فضل الرحمن دريځ د اساسي قانون، تاريخي حقايقو او واقعي حالاتو پر بنسټ ولاړ دی. همدارنګه د جمعيت لايرز فورم پاکستان مشر سينيټر کامران مرتضی او د هغه ټيم ته د بريالي کنونشن د جوړولو مبارکي هم وړاندې شوې ده.
