کوټه(ویب نیوز): د مسلم ليګ (ن) ليبر ونګ بلوچستان يوه مهمه غونډه د صوبايي صدر چوهدري نويد احمد په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د ګوند مشرانو او کارکوونکو ګډون وکړ. غونډه د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه او د هنه اوړک او زيارت پېښو شهيدانو ته د مغفرت او ټپيانو ته د ژر روغتيا دعا وشوه. ګډونوالو د تنظيمي چارو جاج واخيست او د مرکزي مشرتابه د لارښوونو له مخې يې د صوبايي کابینې د جوړولو په اړه سلا مشورې وکړې. پرېکړه وشوه چې په راتلونکو څو ورځو کې به د مشورې له بشپړېدو وروسته د صوبايي کابینې رسمي اعلان وشي. همدارنګه په ټولو ډويژنونو او ضلعو کې د ليبر ونګ د تنظيمي جوړښت د بشپړولو هوکړه هم وشوه.
