کوټه (ویب نیوز): د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي ويلي، د پخواني وزيراعظم عمران خان د حکومت د تګلارې له مخې په بلوچستان کې نيول شويو وسلهوالو ته عامه بښنه ورکړل شوې وه، چې اغېزې يې اوس هم صوبه زغمي. نوموړي له يوه خصوصي ټلوېزيون سره په خبرو کې وويل، حکومت به په هره بيه په بلوچستان کې امن ټينګوي او د ترهګرۍ پر ضد عمليات په بشپړ ځواک روان دي. د هغه په وينا، د “شعبان” عملياتو پر مهال تر اوسه ۹۱ وسلهوال وژل شوي، او د تېر يو کال په موده کې په ټوليز ډول شاوخوا زر وسلهوال له منځه وړل شوي دي. هغه وويل، د زياترو لويو لارو پر مخ تګ راتګ عادي روان دی او يوازې په څو سيمو کې امنيتي ستونزې شته. سرفراز بګټي زياته کړه چې د زيارت پېښې د رڼو پلټنو لپاره قضايي کمېسيون جوړ شوی او ډېر ژر به د ټولو سياسي ګوندونو غونډه (اې پي سي) هم راوبلل شي. د لېويز ځواک د بيا بحالۍ غوښتنه حکومت نه ده منلې. نوموړي وويل، د بلوچستان ستونزې د سياسي خبرو، ګډ تفاهم او ولسي همکارۍ له لارې حل کېدای شي او حکومت د امن، شفافيت او فساد ضد اقداماتو ته ژمن دی. هغه دا هم ادعا وکړه چې د پخوانۍ پاليسۍ له مخې خوشې شوي يو شمېر کسان بېرته له ناقانونه وسلهوالو ډلو سره يو ځای شوي، له همدې امله به اوسنی حکومت د وسلهوالو پر ضد بېامتيازه عمليات تر وروستي پړاو پورې جاري ساتي.
