تازه خبرونه ۲۱ جولائی ۲۰۲۶

د ژوب رینج ډي آئي جي سہیل خالد د چمن ولسوالۍ دوره، د امن او امان او امنیتي وضعیت یې جاج واخیست

چمن ( سید سردار محمد خوندئی )
د ژوب رینج د پولیسو ډپټي انسپکټر جنرل سہیل خالد د چمن ولسوالۍ دوره وکړه۔ د چمن ایس پي دفتر ته د رسیدو پر مهال د پولیسو چاک و چوبند دستې ورته د ګارډ آف آنر سلامي وړاندې کړه، ورپسې د چمن ولسوالۍ سپرنټنډنټ آف پولیس اعتزاز عارف د ولسوالۍ د عمومي امنیتي وضعیت، امن و امان او د پولیسو د کارکردګۍ په اړه تفصیلي بریفینګ ورکړ.
وروسته د سي ټي ډي ولسوالیز افسر د ترهګرۍ ضد، د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو او د مشکوکو عناصرو پر ضد د روانو عملیاتو په اړه بریفینګ ورکړ۔ په غونډه کې ډپټي کمشنر چمن، ډي ایس پي / ایس ډي پي او سرکل چمن، ډي ایس پي لیګل، ولسوالیز افسر سي ټي ډي، انچارج سپیشل برانچ، ایس ایچ اوز او نورو افسرانو ګډون وکړ.
د بریفینګ وروسته د ژوب رینج ډپټي انسپکټر جنرل پولیس د امن او امان د ټینګښت، د جرمونو د مخنیوي او د ترهګرۍ پر ضد د اقداماتو د لا اغیزمن کولو په اړه اړینې لارښوونې صادرې کړې.
وروسته نوموړي د چمن ښار پولیس تانې او د ژړه بند پولیس تانې دوره وکړه، چیرې چې د بیلابیلو څانګو معاینه کولو پرمهال یې پولیس افسرانو او سرتیرو ته د ولس د ځان او مال د ساتنې لپاره د لا اغیزمنو عملي اقداماتو د پورته کولو لارښوونې وکړې.