کوټه (ویب نیوز) د ایران د پاسداران انقلاب ویاند ادعا کړې چې د هرمز تنګي بشپړ کنټرول د ایران په لاس کې دی او تر هغو چې د امریکا پوځي اقدامات دوام ولري، د ایران ځوابي بریدونه به هم روان وي. د هغه په وینا، د هرمز تنګي په اوسني وضعیت کې به هېڅ بدلون نه راځي او د تنګي د بیا پرانیستلو پرېکړه به د ملي ګټو له مخې کېږي. نوموړي دا هم ادعا وکړه چې ایراني ځواکونو د سیمې د امریکا د رادار او هوايي دفاع ځینې هدفونه په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو ویشتي او په اردن کې یې یو امریکایي F-15 جنګي الوتکه هم له منځه وړې ده. بل لور ته امریکا په منځني ختیځ کې خپلو وګړو ته د سفر خبرداری ورکړی او د زیاتېدونکي کړکېچ له امله یې د لوړې کچې احتیاط سپارښتنه کړې ده. د بحرین په اړه د ایران د ادعاوو خپلواکه تایید تر اوسه نه دی شوی.
