کوټه (وېب نيوز): د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي او د جمعيت علماء اسلام د بلوچستان صوبايي امير سينيټر مولانا عبدالواسع ترمنځ په ليدنه کې د هېواد پر سياسي وضعيت، په ځانګړي ډول په بلوچستان کې د امن او امان، زياتېدونکې بېقانونۍ، اساسي او جمهوري ادارو ته پر ورپېښو ستونزو، د بيان ازادۍ، پر رسنيو او عدليې د فشار او د پارلمان د وقار په ګډون پر مهمو موضوعاتو هر اړخيزه خبرې وشوې. دواړو مشرانو په کوټه کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جوړېدونکې آل پارټيز کنفرانس د تياريو او د هېواد د سياسي ګوندونو د ګډون په اړه هم سلا مشورې وکړې او ويې ويل چې د اوسني وضعيت په رڼا کې ګډ سياسي دريځ او عملي تګلاره اړينه ده. په غونډه کې د زيارت د پېښې پر ضد په کوټه کې د شوي سولهييز ولسي احتجاج هرکلی وشو او له حکومت څخه وغوښتل شول چې د شهيدانو له کورنيو او آل پارټيز سره شوی تړون دې بې له ځنډه عملي کړي، څو متاثره کورنيو ته انصاف ورسېږي.
