کوټه(وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام د کوټې ولسوالۍ مشر شیخ الحدیث مولانا عبدالرحمن رفیق او د ګوند نورو مشرانو غوښتنه کړې چې د بلوچستان د سوداګرو او ټرانسپورټرانو اقتصادي ځپنه دې ژر تر ژره پای ته ورسېږي. دوی ویلي، پر ملي لویو لارو د سوداګریزو مالونو بار وړونکو موټرو پرلهپسې لوټ، سوځول او خراب امنیتي وضعیت سوداګر له سخت مالي زیان سره مخ کړي دي. د دوی په وینا، د سرحدي لارو تړل کېدل، د سوداګرۍ ټکنی کېدل او پر لویو لارو ناامني نه یوازې سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته زیان رسولی، بلکې د پټرولو پمپونو، هوټلونو، ورکشاپونو، کوچنیو کاروبارونو او زرګونو کورنیو پر روزګار یې هم منفي اغېز کړی دی. د جمیعت مشرانو له حکومته وغوښتل چې پر ملي لویو لارو د خلکو د سر او مال بشپړ امنیت یقیني کړي، زیانمنو کسانو ته عادلانه تاوان ورکړي او په بلوچستان کې د سوداګرۍ، ترانسپورټ او اقتصادي فعالیتونو د بیا فعالېدو لپاره دې اغېزمن او دوامدار ګامونه پورته کړي.
