چمن(وېب نیوز) د چمن د ولسوالۍ د پولیسو مشر (ډيپياو) اعتزاز عارف ویلي، په ښار کې د امن او نظم د لا ښه کېدو لپاره د پولیسو ګزمې زیاتې شوې او د حکومتي نېټې له پای ته رسېدو وروسته د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو پر ضد هره ورځ عملیات دوام لري. نوموړي د چمن پرېس کلب له خبریالانو سره په لیدنه کې وویل، د جرمونو د مخنیوي لپاره د خلکو او رسنیو همکاري ډېره اړینه ده او د نشهیي توکو د پلورونکو، مجرمینو او نورو ناقانونه فعالیتونو په پېژندنه کې دې له پولیسو سره مرسته وشي، څو چمن یو خوندي او سولهییز ښار وګرځي.
