مقامی ۳۱ جولائی ۲۰۲۶

د بلوچستان پولیس د ترهګرۍ پر ضد د لومړۍ کرښې ځواک دی: آی جي محمد طاهر

کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان د پولیسو عمومي مفتش (آی جي) محمد طاهر ویلي، د بلوچستان پولیس د خلکو د سر او مال د ساتنې او د ترهګرۍ پر ضد د نورو امنیتي ادارو ترڅنګ د لومړۍ کرښې رول ترسره کوي او د پولیسو د شهیدانو قربانۍ به هېڅکله هېرې نه شي. نوموړي دا څرګندونې په کوټه کې د اې ټي اېف ټرېننګ سکول د شلم بنسټیز روزنیز کورس د فراغت مراسمو ته د وینا پر مهال وکړې. په دې کورس کې ۲۸۴ پولیس سرتېري، چې درې ښځینه کانسټېبلانې هم پکې شاملې وې، فارغ شول. آی جي وویل، د بلوچستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره درې ښځینه پولیسو په خپله خوښه د نارینه وو ترڅنګ د ترهګرۍ ضد ځانګړې روزنه بشپړه کړه، چې دا د ویاړ وړ ګام دی. هغه زیاته کړه، حکومت د پولیسو د روزنې او وړتیا لوړولو لپاره بشپړ ملاتړ کوي او نوي فارغ شوي سرتېري به په خپلو سیمو کې د امن او قانون د ټینګښت لپاره مهم رول ولوبوي.