مقامی ۳۱ جولائی ۲۰۲۶

په پنځو کلونو کې ۳۸۳ کان‌کیندونکي مړه شوي، د بلوچستان کانونه د کارګرانو لپاره د مرګ کندې ګرځېدلي

کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان د ماینونو او معدنیاتو ریاست د راپور له مخې د ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې په ټول بلوچستان کې د سکرو، کرومایټ او نورو کانونو په بېلابېلو پېښو کې ۳۸۳ کان‌کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. راپور د کانونو د خوندیتوب، د مایننګ قوانینو د پلي کېدو او د حکومتي څارنې پر نظام جدي پوښتنې راپورته کوي. د کارګرانو اتحادیې وایي، ډېری کانونه لا هم د هیلمټ، د ګاز کشف وسایلو، اکسیجن تجهیزاتو او بیړنیو ژغورنیزو اسانتیاوو پرته فعالیت کوي. حقوقي کارپوهان ټینګار کوي چې د کان مالکانو، قراردادیانو، د ماینونو د تفتیش ادارې او د بلوچستان حکومت ګډ مسؤلیت دی چې د خوندیتوب قوانین عملي کړي، خو د غفلت کوونکو پر ضد د اغېزمنو قانوني اقداماتو نشتوالي د حساب ورکونې په اړه جدي اندېښنې پیدا کړې دي.