کوټه: د بلوچستان لیبر فدراسیون مشر خان زمان، چیئرمین حاجي بشیر احمد رند، سیکرټر جنرل قاسم خان کاکړ او نورو مشرانو د سورنج د سکرو کان د ګاز چاودنې له امله د ۳۴ کانکیندونکو پر شهادت ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې کانکیندونکي په سختو او خطرناکو شرایطو کې د خپلو کورنیو د روزۍ لپاره کار کوي، خو د خوندیتوب د مناسب انتظام نشتوالي له امله هره ورځ قیمتي انساني ژوند له لاسه ورکول کېږي. دوی د بلوچستان له حکومته غوښتي چې د پېښې رڼې او بې پرې پلټنې وکړي، د غفلت مسؤلینو پر ضد سخت قانوني اقدام وکړي، د شهیدانو کورنیو ته مناسبې مالي مرستې، دایمي روزګار او نورې اسانتیاوې برابرې کړي، ټپیانو ته غوره طبي درملنه ورکړي او په ټولو سکرو کانونو کې د نړیوالو معیارونو مطابق د خوندیتوب تدابیر، د ګاز څارنې سیسټم او د کارګرانو د خوندیتوب وسایل عملي کړي، څو په راتلونکي کې د ورته غمیزو مخه ونیول شي.
