مقامی ۳۱ جولائی ۲۰۲۶

د سورنج د سکرو کان پېښه: د بلوچستان وزیر اعلی د وژل شویو کان‌کیندونکو کورنیو ته د هر تن لپاره ۵ لکه روپۍ مرستې اعلان وکړ

کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان د وزیر اعلی د اطلاعاتو او سیاسي چارو سلاکار شاهد رند ویلي، د سورنج د سکرو کان په غمجنې پېښه کې د وژل شویو کان‌کیندونکو د کورنیو لپاره د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي د هر وژل شوي په سر د ۵ لکه روپیو مالي مرستې اعلان کړی دی. هغه وویل، د مړو جسدونو د هغوی اصلي سیمو ته د درناوي سره د لېږد ټول انتظامات بشپړ شوي او د ماینونو او معدنیاتو ریاست، پي ډي اېم اې، ریسکیو ۱۱۲۲ او نور اړوند ادارې په ګډه د ژغورنې او مرستندویه عملیاتو کې بوختې دي. شاهد رند زیاته کړه، د بلوچستان حکومت د غمځپلو کورنیو په درد کې ځان شریک ګڼي او د هر ډول ممکنه مرستې ډاډ ورکوي، همداراز وزیر اعلی اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې چې د ژغورنې او مرستو په چارو کې هېڅ ډول غفلت ونه شي او د اغېزمنو کورنیو عاجله مرسته یقیني کړل شي.