چمن (سید سردار محمد خوندئی) – د کوټې-چمن پر ملي لویه لار د کوژک ټاپ شېلاباغ په سیمه کې خونړۍ ترافیکي پیښه رامنځته شوه، چیرې چې یو موټر له کنټروله ووت او ژورې کندې ته ولوېد.
د تفصیلاتو له مخې په دې پېښه کې درې تنه پر ځای مړه شوي دي. د ضلعې ادارې او د ژغورنې ټیمونو د عملیاتو وروسته مړي ځایي روغتون ته انتقال کړل.
په مړو شویو کې یو سړی، یوه ښځه او یو ماشوم شامل دی.
