کوټه (ويب نيوز) د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي ويلي چې په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې د امنيت حالت ډېر خراب شوی، عام وګړي او د رياستي ادارو کارکوونکي هم د ناامنۍ ښکار دي، حکومت بايد د تشو اعلانونو پر ځای عملي ګامونه پورته کړي. نوموړي کوټه پرېس کلب کې د ګوند له مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې وويل چې د اګست د شهيدانو په ياد به د اګست په ۸مه په چمن کې او د اګست په ۱۷مه په کوټه کې سيمينار جوړېږي چې پکې به سياسي مشران او د زيارت پېښې د قربانيانو کورنۍ ګډون کوي. اصغر خان اڅکزي وويل چې د زيارت، هنا، شعبان، زرغون غر او شاهرګ پېښو ولس سخت ځپلی او د سیشن جج عبدالحکيم کاکړ هدفي وژنې د وېرې فضا نوره هم زياته کړې ده. هغه وويل چې د بلوچستان ستونزې سياسي، اقتصادي، ټولنيزې او اداري بڼې لري او د حل لپاره يې پراخ نظر ته اړتيا ده، دا ستونزې يوازې تر څو کسانو يا سردارانو پورې محدودې نه دي. نوموړي وويل چې د خلکو د سر او مال ساتنه د رياست اساسي ذمه واري ده او د امن، انصاف او برابرۍ له حقونو پرته د ستونزو دايمي حل ممکن نه دی. د اے اين پي مشر وويل چې د چمن او طورخم په څېر سوداګريزو لارو بندېدو زرګونه سوداګر، مزدوران او کورنۍ له ستونزو سره مخ کړې دي، حکومت بايد د اقتصادي فعاليتونو د بحالۍ لپاره بېړني اقدامات وکړي. هغه د انتظامي بدلونونو په اړه اندېښنه وښوده او غوښتنه يې وکړه چې د هرنايي، موسى خېل او شېراني په اړه پرېکړې دې د خلکو د مشورې او ګټو له مخې وڅېړل شي. اصغر خان اڅکزي وويل چې قوي سياسي نظام، جمهوري مبارزه او د خلکو ګډون د ستونزو د حل لار ده، او د محسن نقوي د بيانونو په اړه يې وويل چې د هغه له خبرو څخه د نفرت احساس څرګندېږي.
