مقامی ۳ اگست ۲۰۲۶

په اوسنیو حالاتو کې پر پښتنو اغېزې ډېرې خطرناکې دي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند

کوټه (وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو ویلي چې د هېواد او صوبې په اوسنیو حالاتو کې پر پښتنو ولسونو چې کوم اغېزې مرتب کېږي، هغه ډېرې خطرناکې دي او د دې ستونزو څخه د خلاصون لپاره د پښتنو قومي جرګه د وخت مهمه اړتیا ده، د ګوند د مشر محمود خان اڅکزي له خوا اعلان شوې جرګه به د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۲۹، ۳۰ او ۳۱ نېټه په کوټه کې ترسره کېږي چې چمتووالی یې په بشپړه توګه روان دی، مشرانو وویل چې پښتانه باید خپلې شخصي شخړې او اختلافات هېر کړي او د یووالي او اتفاق مظاهره وکړي، ځکه منظم او متحد ولسونه کولای شي د سختو حالاتو مقابله وکړي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ترهګرۍ له هر ډول سره مخالفت کوي او وایي چې صوبه د ناامنۍ ښکار ده او حکومت د ولس د سر او مال په ساتنه کې پاتې راغلی، په بېلابېلو سیمو کې د بدامنۍ، وژنو، تښتونو، غلاوو او لوټمارۍ له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي، مشرانو دا څرګندونې د کوټې په نواں کلی، زرغون آباد او کچلاغ کتیر کې د ګوند د شمولیتي غونډو پر مهال وکړې، چې پکې ګڼو کسانو په پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې ګډون اعلان کړ، ویناوالو نوي شاملېدونکو کسانو ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل چې د خلکو په پراخه کچه ګډون د ګوند سیاسي، ملي او جمهوري مبارزې ته لا پیاوړتیا ورکوي.