تازه خبرونه ۵ اگست ۲۰۲۶

په ټول بلوچستان کې د کشمیر د استحصال ورځ په جوش او جذبې سره ولمانځل شوه، له چمن څخه تر ګوادر پورې لاریونونه وشول

کوټه / چمن (سید سردار محمد خوندئی) د سرحدي ښار چمن کې د ډپټي کمشنر حبیب احمد بنګلزئي په مشرۍ د کشمیر د استحصال ورځې په مناسبت یوه لویه لاریون ریلي وایستل شوه.

په ورته وخت کې د بلوچستان په ټولو ضلعي هیډکوارټرونو کې د کشمیر د استحصال ورځ په ډیر جوش او خروش سره ولمانځل شوه. له ګوادر څخه بیا تر چمن، قلعه عبدالله او نورو ضلعو پورې لاریونونه وشول، چې پکې مظاهره چیانو د هند د ځان جوړ کړي تور قانون پر ضد سخت شعارونه ورکړل.

په دې موقع د چمن ډپټي کمشنر حبیب احمد بنګلزئي وویل چې د کشمیر ولس زموږ وروڼه دي او د هغوی مبارزه او قربانۍ به یوه ورځ خامخا رنګ راوړي.
په همدې توګه د چمن د ډپټي کمشنر په مشرۍ کې د ټولو محکمو یوه ګډه غونډه هم جوړه شوه. په غونډه کې په بیلابیلو پرمختیایي پروژو غور وشو او د ۱۴ اګست د شاندار ډول سره لمانځلو په اړه مهمې فیصلې وشوې.