کوټه / چمن (سید سردار محمد خوندئی) د بلوچستان د نورو برخو په څیر په بیلابیلو ولسوالیو کې د پولیسو د شهیدانو ورځ په ډیر درناوي سره ولمانځل شوه.
په کوټه کې د پولیسو د شهیدانو د ورځې اصلي غونډه جوړه شوه چې پکې د بلوچستان د پولیسو آئي جي محمد طاهر د شهیدانو په یادګار حاضر شو، د ګلونو څادر یې وغوړاوه او د شهیدانو د درجاتو د لوړوالي لپاره یې دعا وکړه.
په دې موقع غونډې ته په وینا کې د بلوچستان آئي جي محمد طاهر وویل چې موږ د شهیدانو پوروړي یو، دوی زموږ اتلان دي، د قام د بقاء او سلامتیا نښه او زموږ د ویاړ تاج دی. موږ ټولو هغو شهیدانو ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کوو چې د صوبې د امن لپاره یې د خپل ځان قربانۍ ورکړې دي. موږ په خپلو شهیدانو ویاړو چې زموږ د سکون لپاره یې لازوال قربانۍ ورکړې دي.
هغه وویل چې شهادت یو لوی مقام دی او د شهیدانو کورنۍ زموږ زړونو ته نږدې دي. د ترهګرۍ په وړاندې جګړه زموږ د ټولو شریکه جګړه ده چې موږ یې باید په ګډه مقابله وکړو. موږ به په پوره اتحاد او اتفاق سره د ټولو چیلنجونو مقابله وکړو. شهیدان زموږ ویاړ دی او د دوی قربانۍ هیڅکله نشي هیریدلی.
په ورته وخت کې د چمن پولیس په تھانه کې هم د پولیسو د شهیدانو د ورځې په مناسبت غونډه جوړه شوه. په دې موقع د چمن سکاؤټس بریګیډ کمانډنټ بریګیډیئر ضرار د شهیدانو په یادګار حاضر شو او ګلونه یې واچول. په دې موقع د چمن ډي ایس پي اشفاق احمد په ګډون نور پولیس افسران هم موجود وو.
